24 ليندۍ 1403
د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کړنو ارزونې پيل
د ا.ا.ا د ریاست الوزرا محترم مقام د ۱۴۴۶/۴/۲ نېټې د «۱۵۴» شمېرې د هدایت په اساس، د امارتي وزارتونو او ادارو د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کړنو د ارزونې پروسه، د خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له کړنو، چلند او سلوک څخه د خلکو د رضایت د کچې لوړولو لپاره د مرکز او ولایتونو په کچه پيل کېږي.
د دغه هدایت له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره، د کړنې او ارزونې پروسې د تطبیق په برخه کې له وزارتونو او ادارو سره تخنیکي او تخصصي مرسته کوي.
خپل اړوند فورم له همدې لینک څخه ډنلوډ کړئ
د یادونې وړ ده: چې د نظر وړ فورم په خپل کمپیوټر کې له ثبت کولو وروسته د نوي شوي (Adobe Acrobat) سافټویر له لارې خلاص او له ډکولو وروسته یې ثبت او چاپ کړئ.