هرات، فراه او نیمروز ولایتونو د ګمرکونو اړوند د وزیرانو شوراء د ۱۱ ګڼې مصؤبې د تطبیق په موخه ناسته ترسره شوه
هرات، فراه او نیمروز ولایتونو د ګمرکونو اړوند د وزیرانو شوراء د ۱۱ ګڼې مصؤبې د تطبیق په موخه ناسته ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د وزیرانو شوراء او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس مولوي محمدصادق عاکف، د یاد ریاست مرستیال، مالیې، کور او ښار جوړولو، ټرانسپورټ، ټولګټو چارو، مخابراتو او کورنیو چارو وزارتونو، ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست او د افغانستان برېښنا شرکت د استازو په ګډون د وزیرانو شوراء ۱۴۴۷/۶/۲۴ نېټې، ۱۱مې ګڼې مصؤبې پر بنسټ د هرات، فراه او نیمروز ولایتونو د ګمرکونو په اړه د امارتي ارګانونو د کړنو عملیاتي پلان کې د ورسپارل شویو دندو په موخه غونډه ترسره شوه.
سهشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالقعدې څلورمه/۱۴۰۵هـ.ش غوایي لومړۍ.
د غونډې په پیل کې د وزیرانو شوراء او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس د تېرې غونډې پرېکړې له ګډونوالو سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه چې ټولې ادارې دې د خپلو پرمختګونو چمتو شوی راپور وړاندې کړي.
ورپسې د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو په ګمرکونو کې د خپلو ورسپارل شویو دندو، کړنو او پرمختګونو تفصیلي راپور وړاندې کړ او د یاد بهیر د پرمختګ پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
په پای کې د وزیرانو شوراء او عالي کمېسیونونو چارو د انسجام رئیس له شویو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه، د شته ستونزو د حل ډاډ ترڅنګ یې له اړوندو وزارتونو او ادارو د ښې همغږۍ غوښتنه وکړه او د کارونو پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.