د متون مینې په مسیر د لښتیو چارې بشپړې شوې

د خوست ښاروالۍ له لوري، د متون مینې په مسیر، د ورغې کلي دوهم لین سړک تر جوړېدو وروسته، د پخواني سړک د خوندیتوب په موخه، د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي د لښتيو جوړیدو چارې بشپړې شوې.
دغه چارې، چې د ۹ میلیونو افغانیو په ارزښت ترسره شوې، د بشپړ نظارت لاندې تکمیل شوې.

یادونه باید وشي، چې د دې لښتیو له جوړېدو سره، سړکونه د اوبو د تخریب څخه خوندي شول، او خلک یې له ستونزو څخه وژغورل. ډېر ژر به یاده پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.