د پانګونې اسانتیا رئیس د مولادي شرکت له اجرائیوي رئیس سره پرليکه ناسته وکړه

د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد، د مولادي شرکت له بنسټګر او اجرائیوي رئیس هني بوتس سره په هېواد کې د پانګونې په اړه پرليکه ناسته وکړه.
نن دوشنبه (شعبان المعظم ۱۸مه سلواغې ۲۹مه) د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد په انلاین بڼه د مولادي شرکت له بنسټګر او اجرائیوي رئیس هني بوتس او افغانستان کې د دې شرکت له استازي وحید الرحمن رحماني سره خبرې وکړې او د دې شرکت د پانګونې پر څرنګوالي یې بحث وکړ.
مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې افغانستان دا مهال له ښه امنیتي وضعیت څخه برخمن دی، چې دا د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره یوه بې سارې موقع ده. هغه زیاته کړه چې افغانستان اوس د پانګونې د جذب لپاره په یوه زرین پړاو کې دی او د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره بېلابېل فرصتونه موجود دي.
له بلې خوا، د مولادي شرکت اجرائیوي رئیس هني بوتس وویل چې دوی د کور جوړونې په برخه کې څو کلنه تجربه لري او غواړي هغو کسانو ته د قسطونو په اساس کورونه جوړ کړي، چې د کور پېرلو توان نه لري.
په پای کې پرېکړه وشوه چې موخې ته د رسېدو لپاره ټول موارد د پانګونې اسانتیا ریاست سره په کتبي ډول شریک شي.