د چارو ادارې عمومي رئیس؛ کرنه د هېواد د صنعتي او سوداګریز کېدو بنسټ دی
د چارو ادارې عمومي رئیس؛ کرنه د هېواد د صنعتي او سوداګریز کېدو بنسټ دی
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ملا عطاءالله عمري، د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني او یو شمېر نورو امارتي مسؤولینو، سوداګرو، د خصوصي شرکتونو رئیسانو او استازو په ګډون ترسره شو.
۱۴۴۸هـ.ق، صفرالمظفر ۲۷مه/۱۴۰۵هـ.ش، زمري ۲۰مه.
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل؛ کرنه د هېواد د اقتصادي ودې، صنعتي کېدو او سوداګرۍ د پراختیا بنسټ جوړوي او د هېواد د اقتصادي ودې او صادراتو لپاره باید د کرنې برخې ته لا ډېره پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړه؛ افغانستان حاصلخېزه ځمکه، کافي اوبه، بېلابېل اقلیمونه او د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره مناسب شرایط لري؛ همدارنګه د هېواد د نفوس یوه لویه برخه له کرنې سره تړاو لري، خو د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې دې برخې ته د لازمې ودې زمینه نه وه برابره شوې.
شیخالحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره اوس مناسب فرصتونه برابر شوي او د اسلامي امارت له لوري هم دې برخې ته په لومړیتوبونو کې ځای ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د کرنې او مالدارۍ وده نه یوازې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهمه ده؛ بلکې د کورنیو اړتیاوو پوره کولو، صادراتو زیاتوالي او د هېواد صنعتي او سوداګریز پرمختګ لپاره هم بنسټیز اهمیت لري.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو، تولیداتو او اړوندو فعالیتونو د نندارې او د سوداګرو او تولیدوونکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی چې د زمري میاشتې تر ۲۵ به دوام وکړي.
د نندارتون د پرانیستې مراسم د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء سره پای ته ورسېدل.