د امارتي ادارو کارکوونکو لپاره د برېښنايي تدارکاتو سیسټم د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د امارتي ادارو کارکوونکو لپاره د برېښنايي تدارکاتو سیسټم د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

نن دوشنبه، د ۱۴۴۸هـ.ق، ربیع الاول درېیمه/۱۴۰۵هـ.ش زمري ۲۶مه. د ملي تدارکاتو ریاست له لوري د امارتي ادارو کارکوونکو لپاره د برېښنايي تدارکاتو سیسټم د عامه پوهاوي، ظرفیت لوړونې او عملي روزنې پروګرام ترسره شو.

د پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د ملي تدارکاتو ریاست د دارالانشاء مرستیال، شیخ عبدالرحیم رحیمي، ګډونوالو ته د پرانیستې وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې د معاصرې ټکنالوژۍ د زده‌کړې او له امکاناتو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې مسلمانان هم مکلف دي د خپل وخت له علمي او تخنیکي پرمختګونو سره ځانونه بلد کړي، نوې ټکنالوژۍ زده کړي او د خلکو او ادارو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ترې ګټوره استفاده وکړي.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د برېښنايي تدارکاتو سیسټم د تدارکاتي چارو لا ښه تنظیم، چټکتیا، روڼتیا او اسانتیا لپاره مهمه وسیله ده او اړینه ده چې د امارتي ادارو کارکوونکي د دغه سیسټم له اړوندو برخو سره بشپړه بلدتیا پیدا کړي.

د پروګرام په دویمه برخه کې د برېښنايي تدارکاتو سیسټم مهمې برخې ګډونوالو ته په عملي بڼه تشریح او وښودل شوې. په ځانګړي ډول د تدارکاتي پلان او قراردادونو د پرمختګ برخې معرفي شوې او د اړوندو چارو د ثبت، مدیریت، څارنې او راپور ورکولو څرنګوالی په عملي ډول ګډونوالو ته وښودل شو.

همدارنګه د کلني تدارکاتي پلان د ترتیب، ثبت، تعدیل، څارنې او منظورۍ اړوند ټولې مرحلې ګډونوالو ته تشریح او عملي وښودل شوې. د قراردادونو د پرمختګ په برخه کې هم د قراردادونو د معلوماتو د ثبت، تازه کولو او تعقیب څرنګوالی بیان شو.

د ملي تدارکاتو ریاست ژمن دی چې د برېښنايي تدارکاتو سیسټم د لا پراختیا، د کاروونکو ظرفیت لوړونې او د تدارکاتي چارو د لا زیاتې روڼتیا او چټکتیا په موخه خپلو روزنیزو او تخنیکي پروګرامونو ته دوام ورکړي.