د داوطلبۍ خبرتيا

د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د کابل ښاروالۍ د کار، حفظ او مراقبت رياست د اړتيا وړ يوې پايې د اسفالټ پلانټ د تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/1403/G-1004/NCB
بانکي تضمين: 1,000,000 (يو ميليون افغانۍ)
د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۳ لمريز کال، د مرغومي ۲۵مه، له غرمې مخکې 10:00 بجې.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴
برېښناليک: npd.bidding3@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.