د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د نوې نسخې داوطلبۍ اړوند ورکشاپ ترسره شو

د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د نوې نسخې داوطلبۍ اړوند ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق، ربیع‌الاخر ۲۷/ تلې ۲۸مه.
د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د نوې نسخې داوطلبۍ مودیول په اړه د نظرپوښتنې لومړی ورکشاپ، د ملي تدارکاتو ریاست پامیر تالار کې ترسره شو.

د دې ورکشاپ موخه د تدارکاتي سیسټم چټکتیا، ساده‌ والی، شفافیت، د فساد مخنیوی، پر وخت تصمیم نیونه، اسان او پر وخت راپور ورکول، وړتیا لوړول او د نظارت کیفیت لوړول دي، پکې د ملي تدارکاتو ریاست رهبرۍ، امرینو، همکارانو او د اداري چارو استازو ګډون کړی وو.

د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا ریاست څرګنده کړه: چې د دې ورکشاپ موخه د ذینفعو اړخونو نظریات او اړتیاوې راټولول، د پروسو لا ساده کول، د خصوصي سکټور ملاتړ، د بهرنۍ پانګونې د جلب اسانتیاوې او د نظام په کچه د تدارکاتو یو واحد، کره او ځواب ویونکی میکانیزم رامنځته کول دي.

همداراز ټینګار وشو چې په نږدې راتلونکي کې به له ټولو امارتي ادارو او نورو ذینفعو سره ورته پروګرامونه ترسره شي؛ ترڅو د ټولو کارکوونکو نظرونه د سېسټم د نوې نسخې د پرمختګ لپاره په پام کې ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان برېښنایي تدارکاتو سېسټم د سیمې په کچه یواځینی سیال سېسټم دی چې تدارکاتي پروسو برخه کې په پراخه کچه اسانتیاوې وړاندې کوي.