د چارو ادارې عمومي رئيس؛ په شرعي اصولو برابرې ټاکنې د الهي نصرت سبب ګرځي

د چارو ادارې عمومي رئيس؛ په شرعي اصولو برابرې ټاکنې د الهي نصرت سبب ګرځي

د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ کله چې ټاکنې د شرعي اصولو له مخې ترسره شي، د الله تعالی نصرت ورسره وي چې بېلګې یې موږ په خپلو سترګو وینو.

چهارشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق صفرالمظفر ۲۱مه/۱۴۰۵هـ.ش زمري ۱۴مه.
نوموړي دغه څرګندونې نن د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د نظامي امربالمعروف او نهي عن المنکر د نوي ټاکل شوي مرستیال د معرفي کولو په مراسمو کې وکړې.

د چارو ادارې عمومي رئیس وویل؛ د الله تعالی نعمتونه بې شمېره دي او په اوسني وخت کې د افغانانو لپاره یو ستر نعمت د اسلامي شرعي نظام حاکمیت او د هغه تر چتر لاندې بېساری امنیت دی.
هغه زیاته کړه، شرعي نظام خپل مسؤولیتونه لري چې له ډلې یې د شفاف او باوري جوړښت رامنځته کول دي.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه؛ د مسؤولیتونو منل د اطاعت او ژمنتیا نښه ده او کله چې دندې د شرعي اصولو له مخې اهل کسانو ته وسپارل شي، د الله تعالی نصرت ورسره مل وي.

د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور له لوري د مرکزي دارالافتاء مخکینی عمومي رئیس شیخ خیرجان خیرخواه، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي امربالمعروف او نهي عن المنکر د مرستیال په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته رسماً معرفي شو.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.