د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د نوې داوطلبۍ ماډیول په اړه دویم مشورتي ورکشاپ ترسره شو

د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د نوې داوطلبۍ ماډیول په اړه دویم مشورتي ورکشاپ ترسره شو

۱۴۴۷هـ.ق، جمادی‌الأولی ۱۰مه./ لړم ۱۰مه.
د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د نوې داوطلبۍ ماډیول په اړه دویم مشورتي ورکشاپ د ملي تدارکاتو ریاست په پامیر تالار کې ترسره شو؛ چې په کې د ۵۵ امارتي ادارو تدارکاتي مسؤولینو ګډون کړی وو.

د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا امر څرګنده کړه چې د دې ورکشاپ موخه د امارتي ادارو نظریات د نوې داوطلبۍ سېسټم د نسخې په اړه راټولول دي. هغه زیاته کړه چې دا پروګرام به مرسته وکړي؛ ترڅو د کاروونکو مسلکي نظریات او تجربې راټولې شي او د سېسټم نوې نسخه د ادارو د اړتیاوو او عملي وړاندیزونو له مخې لا ښه او مؤثره جوړه شي.

د افغانستان برېښنايي تدارکاتو سېسټم د امارتي تدارکاتو په بهیر کې له بنسټیزو اداري اصلاحاتو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د تدارکاتي پروسو چټکتیا، اسانتیا، شفافیت او د فساد مخنیوی دی. دا سېسټم د اوږدو او کاغذي مرحلو د کمولو، کره معلوماتو ته د اسانه لاسرسي، د پرېکړو کیفیت لوړولو او راپور ورکول لپاره جوړ شوی دی.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.