شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او ورسره مل پلاوي د ملي پراختیا شرکت له تولیدي فابریکو څخه لېدنه وکړه

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او ورسره مل پلاوي د ملي پراختیا شرکت له تولیدي فابریکو څخه لېدنه وکړه

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال او ورسره مل پلاوي د ملي پراختیا شرکت له هغو فابریکو څخه لېدنه وکړه چې د فلزي عناصرو، کرنیزو او صنعتي ماشینونو تولید کوي.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د فلزي عناصرو او کرنیزو ـ صنعتي ماشینونو تولید د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره ارزښتناک ګام وباله او څرګنده یې کړه، چې افغانستان به د همدې هڅو په برکت د ځان بساینې پړاو ته ورسېږي.

په دې لېدنه کې، مولوي محمد یعقوب مجاهد د ملي پراختیا شرکت فعالیتونه د هېواد د پرمختګ برخه کې بېسارې وبلل او د هر ډول مرستې او ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

همدارنګه، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش ډاډ ورکړ، چې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره به خپلې ټولې هڅې ترسره کړي.