3 وږی 1404
اتو امارتي وزارتونو او ادارو ته د اداري او خدماتي پروسو د تثبیت او پېژندنې په موخه تخنیکي ټیمونه ور وپېژندل شول

اتو امارتي وزارتونو او ادارو ته د اداري او خدماتي پروسو د تثبیت او پېژندنې په موخه تخنیکي ټیمونه ور وپېژندل شول
صفرالمظفر۳۰مه/۱۴۴۷هـ.ق، د وږي دویمه ۱۴۰۴ هـ.ش.
نن ورځ د بېلابېلو لیدنو په ترڅ کې د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس ښاغلي بریالي ابدالي او د اداري پروسو ساده کولو مرستیال مفتي فریداحمد غزنوي د اطلاعاتو او کلتور، پوهنې، ټرانسپورټ او هوایي چلند، ټولګټو، عامې روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو او همداراز کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیالانو سره په بېلابېلو لیدنو کې د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیمونه ور وپېژندل او په یادو وزارتونو کې د حمایوي (اداري او خدماتي) پروسو د اوسني بهیر تثبیت او پېژندنه رسماً پیل شوه.