د چارو ادارې عمومي ریاست له لوري د اسلامي امارت د بریا پنځمې کالیزې په مناسبت غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې عمومي ریاست له لوري د اسلامي امارت د بریا پنځمې کالیزې په مناسبت غونډه ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د بریا د پنځمې کالیزې او د فتحې ورځې (زمري ۲۴مې) په مناسبت شانداره غونډه د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د وزارتونو یو شمېر مرستیالانو، د چارو ادارې مرستیالانو، رئیسانو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
نن پنجشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق. صفرالمظفر ۲۸مه/زمري ۲۲مه.
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور په دې مراسمو کې وویل؛ پنځه کاله وړاندې د الله تعالی په نصرت او د افغان ولس په قربانیو او سرښندنو سره اشغالګر او د هغوی متحدین مات شول، هېواد ازاد او په دې خاوره کې اسلامي نظام حاکم شو. دا یوازې یوه پوځي بریا نه وه؛ بلکې د یوه ملت د اوږدې مبارزې، قربانیو او الهي نصرت ښکاره ثمره وه.
د چارو ادارې عمومي رئیس زیاته کړه؛ د امریکايي اشغال پر وړاندې بریا او د هېواد د ازادۍ ورځې لمانځنه باید د شرعي اصولو په چوکاټ کې ترسره شي؛ داسې ولمانځل شي چې هم ملت او هم نظام ته ګټوره وي. د ازادۍ تر ټولو ستر مفهوم دا دی چې انسان د الله تعالی شکر ادا کړي، د خپل هېواد د خپلواکۍ قدر وکړي او د راتلونکي د ساتنې مسؤولیت په سمه توګه ادا کړي.
په همدې حال کې، د غونډې ویناوالو د فتحې ورځې تاریخي ارزښت ته په اشارې، د اسلامي نظام د لاسته راوړنو ساتنه، د ملي یووالي پالنه او خلکو ته صادقانه خدمت د ټولو هېوادوالو ګډ مسؤولیت وباله. هغوی ټینګار وکړ چې دغه بریا د افغانستان د خلکو د قربانیو، مبارزو او سرښندنو پایله ده او ویاړ یې د هېواد ټولو خلکو ته ورګرځي.
د غونډې په پای کې د چارو ادارې عمومي ریاست د تېرو پنځو کلونو د مهمو لاسته راوړنو په اړه هغه لنډ مستند فلم نندارې ته وړاندې شو چې د دې ادارې د مطبوعاتو ریاست له لوري چمتو شوی و. همداراز د چارو ادارې د لاسته راوړنو د کتاب یوه، یوه نسخه ګډونوالو ته ووېشل شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.