د کابينې اتلسمه غونډه: د بې کيفيته تېلو واردولو مخنيوي په اړه اقدامات کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتلسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه « ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رمضان المبارک ۲۴مه/ وري څلورمه نیټه تر سره شوه او په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، په کې د هیواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسائلو بحثونه او پریکړې وشوې.

په غونډه کې همدا راز ځینې مسائل ځانګړيو پلاويو ته وسپارل شول، تر څو یې چارې نهایي کړي او ګزارش يې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

په دغه غونډه کې هیواد ته د بې کيفيته تېلو واردولو مخنيوي په اړه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست مولوي شمس الدین شریعتي په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي وړانديزونه تائيد شول او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د تطبیق په موخه یې اقدامات ترسره کړي.

همدا راز ټولو اداراتو ته دنده وسپارل شوه چې په لویو او وړو پروژو کې د خلکو د استخدام په اړه له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره همغږي وکړي او هڅه دې وشي چې د بشري ځواک د استخدام په برخه کې دې په کور دننه خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه کې يو شمېر نور موضوعات هم بحث شول او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.

د کابينې دا غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.