د چارو ادارې لوی رئیس: اسلامي نظام د الله تعالی د اوامرو او خلکو د حقوقو په رعایت کولو مکلف دی

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د زندانونو چارو د سمون ادارې د پاليسۍ او مسلکي چارو د نوي مرستيال د معرفي غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه چې نن سه شنبه(رمضان المبارک ۱۱مه/ کب ۲۱مه) د زندانونو چارو د سمون ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې؛ په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د زندانونو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمدیوسف مستري، د پالیسۍ او مسلکي چارو نوي مرستيال مولوي محمدطارق کاظم او يو شمېر نورو مسؤولینو برخه اخیستې وه.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس په خپله وینا کې وویل؛ مونږ او تاسو په دې باور یو چې تعیینات او ټاکنې هدف نه دي، مګر دا د اسلامي نظام او هیواد لپاره د خدمت وسیله ده، اسلامي نظام د الله تعالی د اوامرو او د خلکو د حقوقو په رعایت کولو مکلف دی.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور زیاته کړه؛ دغه یوه مهمه اداره ده او له دې سره د یوې محرومې او مظلومې طبقې حقوق تړلي، بندیان هم د دې هیواد خلک دي، دوی خپل حقوق لري، دا اداره د هغې په رعایت د شریعت په رڼا کې مکلفه ده.
نوموړي وويل چې دلته د نورې نړۍ خلاف باید له زندانیانو سره اخلاقي او د اسلامي اصولو مطابق تعامل وشي، ترڅو مجرم صالح جوړ شي او په خپل تېر جرم پښېمانه او بیرته د ټولنې برخه شي.
غونډې ته د زندانونو چارو عمومي رئیس، د دفتر رئیس، د پالیسي او مسلکي چارو پخواني او نويو مرستيالانو هم ویناوې وکړې.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا کې پای ته ورسېده.