د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ له څلورو زده کړییزو پروګرامو څخه ۲۰۹ تنه کارکوونکي فارغ شول

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ له څلورو زده کړییزو پروګرامو څخه ۲۰۹ تنه کارکوونکي فارغ شول

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ د څلورو زده کړییزو پروګرامو دوره کې د بېلابېلو ادارو ۲۰۹ تنو کارکوونکو ته د کارکوونکو چارو مدیریت رول، پلان جوړونه، اداري مراسلات او مسؤولیت پېژندنې پروګرام ترسره شو.

دا غونډه چهار شنبه د جمادي الاخری ۵مه/لیندۍ ۵مه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او یو شمېر نورو مسؤولینو او کارکوونکو په گډون ترسره شوه.

غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس وویل: موږ هغه مرحلې هم تېرې کړې، چې د داسې درسو او پروګرامو لپاره زمینه نه برابرېده، بلکې هغه وخت د امنیت په لحاظ ډېر ستونزمن حالت و، دغه راز یې د دې پورګرام اهمیت ته په اشاره وویل: چا ته چې کوم مسؤولیت او دنده سپارل کېږي، د هغی اړوند معلومات، کاري وړتیا حاصلول او زده کړه پرې واجب ګرځي.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: چې د کارکونکوو چارو رئیسانو دنده مهمه او درنده ده؛ ځکه د ساختار د اهلیت او کفایت، د کارکوونکو د ارزونې او د هغوی د ظرفیت لوړولو چارې ور له غاړې دي، چې د شرعي لارښوونو، اداري اصولو او تجربو څخه یې اهمیت څرګند دی، همدا راز دوی د تقرر پر مهال هم توجه او ځیرکتیا ته اړتیا لري او د دندې او فعالیت پر مهال هم مکلفیت لري، چې جدي پاملرنه ورته وکړي.

دا غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د تقدیر پاڼو له ويش وروسته د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.