د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال د پروان ولایت له علماوو، مشرانو او ځوانانو سره ولیدل
د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال د پروان ولایت له علماوو، مشرانو او ځوانانو سره ولیدل
د چارو ادارې عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال، الحاج نورمحمد حیدري د پروان ولایت له یو شمېر علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ولیدل.
دوشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق ربیعالاول لسمه/۱۴۰۵هـ.ش وږي دویمه.
په پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه؛ یاد ریاست د هېواد له بېلابېلو قشرونو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه تر اوسه له ۲۰۰ ډېرې ناستې ترسره کړې دي.
ورپسې د پروان ولایت علماوو، مشرانو او ځوانانو د کلینیکونو جوړولو، په شته روغتیايي مرکزونو کې د درملو او متخصصو ډاکټرانو د کمښت حل، د برېښنا، سړکونو او پلونو ستونزو د هواري، د پاکو اوبو برابرولو او بندونو جوړولو، د کرنې په برخه کې د پانګونې، د جوماتونو او څاهګانو د بیارغونې، د سړو خونو، عیدګاه جومات او ښځینه مدرسو جوړول له خپلو لومړنیو او بنسټیزو ستونزو څخه یاد کړل.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال د ګډونوالو ستونزې او غوښتنې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې یادې ستونزې او غوښتنې به له اړوندو ادارو او مسؤولینو سره شریکې کړي او د شته امکاناتو په چوکاټ کې به د حل لپاره لازمې لارې چارې ورته ولټوي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.