13 غویی 1404
د تدارکاتي مراحلو د لغوه کېدو خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب، مخکې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو (ډېسکټاپ کمپیوټرونه او لپټاپ کمپیوټرونه – دوه لاټه) د برابرولو او تدارک پروژه د لاندې داوطلبۍ شمېرې NPD/DABS/1404/NCB/G-185 سره اعلان ته سپارلې وه، چې د افرونو د سپارلو وروستۍ نېټه یې د ۱۴۰۴/۲/۱۵ د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې ټاکل شوې وه.
په دې سره ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د یادې پروژې تدارکاتي مراحل د اړتیاوو او تخنیکي مشخصاتو د بدلون له امله لغوه شوي دي.