د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د چارو ادارې لوی ریاست ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی ریاست د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعالول.
د داوطلبۍ شمېره: NPD/AOPM/1404/NCB/G-1345
بانکي تضمين: 1,200,000( يو ميليون او دوه سوه زره افغانۍ)
د افر پرانيستې ناسته: 1404 کال د غوايي 6 مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: انټرنټي او ناوخته استول شوي افرونه د منلو وړ نه دي.