د چارو ادارې لوی رئيس په مشرۍ هېواد کې د بدو رواجونو مخنيوي په موخه غونډه وشوه
د عاليقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د (۳۷۵/۲۷۰۸) ګڼې حکم لومړۍ پرېکړې له مخې نن شنبه «۱۴۴۶ کال د جمادي الثاني ۱۳مه/ ليندۍ ۲۴مه» د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکاياتو اورېدلو، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ وزراتونو، سترې محکمې او دارالافتاء عمومي رياستونو او د علماوو شوراګانو، مرکزي او فقهي مجالسو د استازو په ګډون ګډ پلاوي ترمنځ د بدو رواجونو د مخنيوي په موخه غونډه وشوه.
دا غونډه چې د قرانکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه، د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نور الحق انور په خپله وینا کې د سپارل شوې موضوع اړوند تفصيلي معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل.
په غونډه کې د هغو بدو رواجونو او له اسرافه ډکو رسمونو په اړه بحث وشو او تثبیت شول چې په افغاني ټولنه کې دود دي، له اسلامي شريعت سره په ټکر کې دي او له کلونو راهيسې د افغانستان په زياتو سيمو کې يې خلک له بدو اقتصادي، اخلاقي او ټولنيزو عواقبو څخه کړېږي، او خلک نه شي کولای چې د اړونده امارتي ادارو، علماوو او متنفذينو له ګډ اقدام پرته په اسانه له دې ستونزو ځانونه خلاص کړي.
ياد پلاوي د افغانستان اسلامي امارت د قدرمن زعامت له هدایاتو سره سم د بدو رواجونو او له اسرافه ډکو رسمونو څخه د مخنيوي او اصلاح په موخه کړنلاره ترتيب او تصويب کړه او هيله يې څرګنده کړه چې تر منظورۍ وروسته به دا د هېواد په کچه ګټور اقدام وي او هيله يې وښوده چې دا به د ستاينې وړ ارزښتناکې پايلې ولري.
دا غونډه د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت نظامي معين شیخ الحديث خليفه سعيد احمد شهيد خيل په دعایه کلماتو سره پای ته ورسېده.