د ماهيپر برېښنا توليد فابريکې د لومړي توربين بيارغونې پروژې افر پرانيسته ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د ماهيپر برېښنا توليد فابريکې د لومړي توربين بيارغونې پروژې افر پرانيستې غونډه د يو شمېر کورنیو او بهرنيو داوطلبانو او د افر پرانيستې پلاوي په حضور کې ترسره کړه.

دغه غونډه چې نن يکشنبه( د شعبان المعظم ۳ مه/ سلواغې ۱۴ مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست مرستيال شيخ عبدالرحيم رحيمي د شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: چې زموږ نظام اسلامي دی او معاملات مو هم د اسلامي اصولو په رڼا کې وي.
ښاغلي رحیمي زياته کړه چې د ملي تدارکاتو اداره ملت ته د ګټې رسولو لپاره رامنځته شوې او په افر پرانيسته کې به د پروژي ګټونکی هغه شرکت اعلانيږي چې مناسب افر وړاندې کړي او ملت ته یې ګټه ډېره وي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعاء پای ته ورسېده.