د چارو ادارې لوی رياست ۹ بېلابېلې تدارکاتي پروژې اعلان ته وسپارلې
د چارو ادارې لوی رياست ۹ بېلابېلې تدارکاتي پروژې اعلان ته وسپارلې
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست تدارکاتو رياست د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د ميليونونو افغانيو په ارزښت د دې ادارې د اړتيا وړ اجناسو ۹ بېلابېلې تدارکاتي پروژې اعلان کړي دي.
د تدارکاتو رياست له لوري د خپرو شويو پروژو د معلوماتو له مخې په دې پروژو کې د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست اړوند نهه پروژې چې په کې خوراکي، مشروبي او تنظيفي توکي، مايع ګاز، سبزيجات، وچه ميوه، قرطاسيه، مساله جات او غوښه شامل دي؛ اعلان ته سپارلي دي.
د تدارکاتو رياست د مسؤلينو په وينا له دې پروسو څخه يې موخه شخصي شرکتونو ته د کارونو فرصت برابرول، د مالي چارو او عمومي لګښتونو کنټرول او د حکومت په تدارکاتي بهير کې شخصي داوطلبو شرکتونو ته د ګډون زمينه برابرول دي.
د چارو ادارې لوی رياست د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره دا ۹ پروژې په لاندې لينکونو موندلی شئ.
۲: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست لپاره د اړتيا وړ تنظيفي توکو د تدارکاتو پروژه
۳: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست د اړتيا وړ غوښې د تدارکاتو پروژه
۴: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتورياست د اړتيا وړ قرطاسيه باب د تدارکاتو پروژه
۵: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتورياست د اړتيا وړ وچې مېوې د تدارکاتو پروژه
۶: د چارو ادارې لوی رياست لپاره د خدماتو رياست د اړتيا وړ سبزيجاتو د تدارکاتو پروژه
۷: د چارو ادارې لوی رياست، د خدماتورياست د اړتيا وړ خوراکي او مشروبي توکو د تدارکاتو پروژه
۸: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست لپاره د اړتيا وړ مايع ګاز د تدارکاتو پروژه
۹: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست لپاره د اړتيا وړ مساله جاتو د تدارکاتو پروژه