د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د داوطلبۍ په لاندې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډیسک او یا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه کړي، خپل افرونه دې د درج شويو شرايطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سر تړلي ډول د دغې خبرتیا له خپرېدو څخه د 1403/1/8 نېټې له غرمې مخکې 10:00 بجو پورې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتورياست د اړتيا وړ وچې مېوې د تدارکاتو پروژه.

تشخصیه نمبر: AOP/G/003/1403/NCB

بانکي تضمين: (25000) پنځه ويشت زره افغانۍ.

افر پرانیستې غونډه: 1403/1/8له غرمې مخکې 10:00بجې.

ادرس: د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست، معدن وزارت پخوانی تعمير، پښتونستان واټ، کابل- افغانستان

یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.