د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د داوطلبۍ په لاندې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډیسک او یا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې په شرطپاڼه کې د درج شويو شرايطو او تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سر تړلي ډول د دغې خبرتیا له خپرېدو څخه د 1402/12/28 نېټې له غرمې مخکې 10:00 بجو پورې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست ته وړاندې کړي.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست لپاره د اړتيا وړ مساله جاتو د تدارکاتو پروژه.
تشخصیه نمبر: AOP/G/001/1403/NCB
بانکي تضمين: (122000) يو سلو دوه ويشت زره افغانۍ.
د افر پرانیستې غونډه: 1402/12/28 نېټه، له غرمې مخکې 10:00بجې.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخوانی تعمیر، پښتونستان واټ، کابل- افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.