د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو اداري لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په لاندې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډسک کې او يا ددې ادارې له ويب سايټ څخه ترلاسه کړئ او خپل افرونونه دې له درج شويو شرايطو او د تدارکاتو قانون او طزرالعمل مطابق په سر تړلي ډول د دغې خبرتيا له نشر څخه د ۱۴۰۳/۱/۶ نېټې، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست ته وسپاري.

د پروژې نوم:د چارو ادرې لوی رياست د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست د اړتيا وړ د پرنټر رنګونه او فوټو کاپي ماشيونونو د تدارکاتو پروژه.

تشخصيه شمېره: AOP/G/010/1403/NCB

بانکي تضمين: (196500) يو سلو شپږ نوي زره، پنځه سوه افغانۍ.

د آفر پرانيستې نېټه: 6/1/1403 کال  10:00مخکې له غرمې.

ادرس: د چارو ادارې لوی رياست، معدن وزارت پخواني تعمير پښتونستان واټ کابل- افغانستان

یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.