د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د داوطلبۍ په لاندې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډیسک او یا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د درج شويو شرايطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سر تړلي ډول د دغې خبرتیا له خپرېدو څخه تر 1/1/1403 نېټې پورې له غرمې مخکې 10:00 بجو پورې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست ته وړاندې کړي.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست لپاره د خدماتو رياست د اړتيا وړ سبزيجاتو د تدارکاتو پروژه.
تشخصیه نمبر: AOP/G/001/1403/NCB
بانکي تضمين: (104000) افغانۍ يوسلو څلور زره افغانۍ.
افرپرانیستې غونډه: 1/1/1403 کال 10:00بجې له غرمې مخکې.
ادرس: د چارو ادارې لوی رياست، معدن وزارت پخواني تعمير پښتونستان واټ کابل- افغانستان
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.