د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د داوطلبۍ په لاندې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډیسک او یا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه کړي، خپل آفرونه دې د درج شويو شرايطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سر تړلي ډول د دغې خبرتیا له خپرېدو څخه د 6/1/1403 نېټې له غرمې مخکې 10:00 بجو د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتورياست د اړتيا وړ قرطاسيه باب د تدارکاتو پروژه.

تشخصیه نمبر: AOP/G/008/1403/NCB

بانکي تضمين: (140000) افغانۍ يو سلو څلويښت زره افغانۍ.

د افر پرانیستې غونډه: 7/1/1403 نېټه، له غرمې مخکې 10:00بجې.

ادرس: د چارو ادارې لوی رياست، معدن وزارت پخواني تعمير پښتونستان واټ کابل- افغانستان

یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.