د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست په شرايطو برابر داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې په لاندې پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست له فلش ډسک څخه او يا ددې ادارې له ويب سايټ څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونونه دې د درج شويو شرايطو مطابق، د تدارکاتو د قانون او طزرالعمل مطابق په سر تړلي ډول د دغې خبرتيا له نشر څخه د ۱۴۰۳/۱/۶ نېټې له غرمې مخکې  ۱۰:۰۰ بجې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست ته دې وړاندې کړي.

د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست لپاره د اړتيا وړ تنظيفي توکو د تدارکاتو پروژه.

تشخصيه شمېره: AOP/G/007/1403/NCB

بانکي تضمين: (169000) يو سلو نهه شپېته زره افغانۍ.

د افر پرانيستې ناسته: د 5/1/1403، له غرمې مخکې 10:00 بجې.

ادرس: د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست، معدن وزارت پخوانی تعمير، پښتونستان واټ، کابل- افغانستان

یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.