د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو اداري لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د تدارکاتو په لاندې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډسک او يا د ددې ادارې له ويب سايټ څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې په شرطپاڼه کې د درج شويو شرايطو او د تدارکاتو د طزرالعمل مطابق په سر تړلي ډول د دغې خرتيا له نشر څخه د 1403/01/04نېټې له غرمې مخکې 10:00 بجې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست ته وړاندې کړي.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست لپاره د اړتيا وړ مايع ګاز د تدارکاتو پروژه.
تشخيصيه شمېره: AOP/G/004/1403/NCB
بانکي تضمين: (120000) يوسلو شل زره افغانۍ.
د آفر پرانيستې ناسته: د 1403/01/04 نېټه، له غرمې مخکې 10:00 بجې.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخوانی تعمیر، پښتونستان واټ، کابل- افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.