د داوطلبۍ خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د داوطلبۍ په لاندې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډیسک او یا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه کړي او خپل آفرونه دې د درج شويو شرايطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سر تړلي ډول د دغې خبرتیا له خپرېدو څخه د 29/12/1402 نېټې له غرمې مخکې 10:00 بجو د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست ته وړاندې کړي.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د خدماتو رياست د اړتيا وړ غوښې د تدارکاتو پروژه.
تشخصیه نمبر: AOP/G/008/1403/NCB
بانکي تضمين: (155000) يو سلو پنځه پنځوس زره افغانۍ.
افرپرانیستې غونډه: 29/12/1402 له غرمې مخکې 10:00بجې.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخوانی تعمیر.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.