د داوطلبۍ خبرتيا
د داوطلبۍ خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د داوطلبۍ په لاندې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډیسک او یا د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه کړي، خپل آفرونه دې د درج شويو شرايطو، او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق په سر تړلي ډول د دغې خبرتیا له خپرېدو څخه د
1403/01/02 نېټې له غرمې مخکې 10:00 بجو پورې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رياست ته وړاندې کړي.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست، د خدماتورياست د اړتيا وړ خوراکي او مشروبي توکو د تدارکاتو پروژه.
تشخیصیه نمبر: AOP/G/002/1403/NCB
بانکي تضمين: (93000) درې نوي زره افغانۍ.
د افر پرانیستې غونډه: 1403/1/02 نېټه له غرمې مخکې 10:00بجې.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخوانی تعمیر، پښتونستان واټ، کابل- افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.