وزارت تحصیلات عالی انکشاف متوازن امکانات تحصیلی و فراهمآوری دسترسی عادلانه و رقابتی به تحصیلات عالی باکیفیت را عملی مینماید. اقدامات در این راستا باید مطابق به نیازهای بازار کار و کشور باشد. همچنین تحصیلات عالی باید از تعلیم و تربیهای برخوردار باشد که فارغان آن ماهر، شایسته و متعهد باشند؛ و دانشمندان ماهر، شایسته و متعهد را برای خدمت به جامعه عرضه دارد. این وزارت به منظور حل مشکلات اقتصادی، اجتماعی و فرهنگی از طریق انجام و ارائه تحقیقات علمی، تحصیلی و هدفمند سهمگیری میکند.
ارزشهای ملی و اسلامی، عدالت، کیفیت، استقلالیت، خودکفایی، شفافیت و حسابدهی، رهبری و مدیریت سالم و مؤثر، اخلاق حمیده، صداقت و محبت به وطن و بیزاری از خشونت و فساد؛ ارزشهای نهفته در سند استراتیژیک وزارت تحصیلات عالی است.
اهداف عمده استراتیژیک وزارت تحصیلات عالی برای سالهای ۱۳۹۵ – ۱۳۹۹ عبارتند از:
– تداوم تمرکز بر بهبود کیفیت با تأکید بر ارتقای ظرفیت علمی تحصیلات عالی کشور از جمله ارتقای ظرفیت علمی اعضای کادر علمی، انکشاف مستمر نصاب تحصیلی مطابق به معیارهای قبولشده جهت رفع نیازهای منابع استخدامکننده، تقویت انکشاف بشری و بهبود حکومتداری؛
– افزایش و مدیریت دسترسی به تحصیلات عالی به خصوص برای متقاضیان اناث و ساحات جنگزده و محروم؛ حصول اطمینان از اینکه افزایش دسترسی به بهبود کیفیت تحصیلات عالی صدمه نمیرساند؛
– گسترش و بهبود کیفیت از طریق توسعه زیربناها به شمول لابراتوارها، کتابخانهها و امکانات آموزشی نهادهای موجود با هدف پاسخگویی به افزایش تعداد محصلان، استادان، کارمندان و نیازهای انکشاف ملی؛
– بهبود وضعیت نظام و رهبری تحصیلات عالی و افزایش استقلالیت نهادهای تحصیلات عالی دولتی با ملاحظه ظرفیت مؤسسات و اصول و معیارهای تحصیلات عالی.
د لوړو زده کړو وزارت
لوړو زده کړو وزارت، د تحصیلي امکاناتو متوازن انکشاف او په عادلانه او رقابتي ډول باکیفیته لوړو زده کړو ته لاسرسي برابروي. په دې برخه کې اقدامات باید د هېواد د کار بازار له اړتیاوو سره سم وي. همدا راز لوړې زده کړې باید له داسې ښوونې او روزنې څخه برخمنې وي، چې فارغان یې ماهر، مسلکي او ژمن وي؛ او ماهر، مسلکي او ژمن پوهان د ټولنې خدمت ته وړاندې کړي. دغه وزارت د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي ستونزو د حل لپاره د علمي، تحصیلي او هدفمندو څېړنو د ترسره کولو له لارې، برخه اخلي.
ملي او اسلامي ارزښتونه، عدالت، کیفیت، خپلواکي، ځان بسیاینه، شفافیت او ځواب ورکونه، سالم او اغېزناک مدیریت او رهبري، ښه اخلاق، هېواد سره مینه او رښتینولي او له تاوتریخوالي او فساد بېزاري؛ هغه ارزښتونه دي، چې د لوړو زده کړو وزارت په ستراتیژیک سند کې نغښتل شوي دي.
له ۱۳۹۵ـــ ۱۳۹۹ پورې د لوړو زده کړو وزارت عمده ستراتیژیک اهداف عبارت دي له:
ـ د هېواد د لوړو زده کړو د علمي ظرفیت پر لوړولو په ټینګار سره د کیفیت په ښه والي د تمرکز دوام، له هغه ډلې د علمي کادر د غړو علمي ظرفیت لوړول، د ګمارونکو د اړتیاوو پوره کولو منل شویو معیارونو ته په پام د تحصیلي نصاب ګټور انکشاف، د بشري انکشاف غښتلتیا او د حکومتوالۍ ښه والی؛
ـ لوړو زده کړو ته د لاسرسي زیاتوالی او مدیریت، په ځانګړي ډول د محرومو او جګړه ځپلو سیمو او غوښتونکو مېرمنو لپاره؛ ددې لپاره د ډاډ ترلاسه کول، څو د لوړو زده کړو کیفیت ښه والي ته زیان ونه رسېږي؛
ـ د زېربناوو له لارې لکه لابراتوارونو، کتابتونونو او د محصلینو د شمېر زیاتوالي ته د ځواب ویلو لپاره د زده کړې بنسټونو کې په شته امکاناتو، استادانو، کارمندانو او د ملي انکشاف اړتیاوو له لارې، د کیفیت ښه والی او پراختیا؛
ـ د لوړو زده کړو د نظام او رهبرۍ د وضعیت ښه والی او د مؤسساتو ظرفیت، اصولو او د لوړو زده کړو معیارونو ته په پام د لوړو زده کړو دولتي بنسټونو خپلواکۍ زیاتوالی.