د خوړو او درملو ملي ادارې اړوند د ۸۵ خالي بستونو ته د نومليکنې خبرتيا

د خوړو او درملو ملي ادارې اړوند د ۸۵ خالي بستونو ته د نومليکنې خبرتيا

د چارو ادارې لوې ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره
کار اهل کار ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د جوړولو په موخه خپل د خوړو او درملو ملي ادارې (۸۵) خالي مرکزي او ولایتي بستونه د اووه کاري ورځو لپاره بیا ځلي اعلانوي.
په شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنې فورمې د ۱۴۰۲/مرغومی/۱۲ نېټې څخه تر ۱۴۰۲/مرغومی/۱۹ پورې د هارډ کاپي په ډول له لاندې پتو څخه ترلاسه کړي.
په مرکز کې: د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې څخه چې د دارالامان په سړک د سناتوریم په کوڅه کې موقعیت لري ترلاسه کړئ.
په ولایتونو کې: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ولایتي دفترونو څخه.
دغه راز په شرایطو برابر کسان کولای شي د غوښتنې فورمې له لاندې لېنک نه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې د PDF په توګه چې حجم یې له ۵ MB زیات نه وي دغه برېښنالیک recruitment.arcsa@aop.gov.af ته واستوي.
یاددښت: د لوړو زده کړو وزارت له خوا د تائید شوو تحصیلي اسنادو او د تذکرې کاپي حتمي دي.
د اړیکو شمېرې: 0202143059 /0766667859

د اعلان شوو بستونو د جدول لېنک:
د غوښتنې د فورمې لېنک: