کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال د حساب ورکولو کلنۍ غونډه ترسره کړه

کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال د حساب ورکولو کلنۍ غونډه ترسره کړه

د ښاروالیو چارو سمون لوی ریاست اړوند د کندهار ښاروالۍ د تېر ۱۴۰۲ مالي کال د ښاروالۍ د ترسره شوو فعاليتونو په اړه د شفافیت او حساب ورکولو کلنۍ غونډه جوړه کړه چې په کې د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند، ولايتي مسؤلینو، متنفیذینو، علماء کرامو، د مشورتي بورډ غړو، ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون درلود.

ياده غونډه د قرانکریم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند پخپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې د حکومت ټول مسؤلین خپلو کارونو ته متوجې دي او په وينا يې چې دا زموږ مسؤليت دی چې خپلو چارو ته په ښه توګه رسېدنه وکړو.
وروسته د غونډې په بهیر کې د يادې ښاروالۍ د مسؤلینو له لوري د تېر ۱۴۰۲ د ترسره شوو فعاليتونو، اجرااتو او لاسته راوړونو په اړه تفصيلي معلومات ورکړل شول او دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.