د اسلامي ملي اردو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو لپاره د ۱۴ قلمه مفروشاتي توکو پروژه افر پرانيستې غونډه وشوه

د اسلامي ملي اردو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو لپاره د ۱۴ قلمه مفروشاتي توکو پروژه افر پرانيستې غونډه وشوه

د اسلامي ملي اردو د مرکزي او ساحوي قول اردوګانو او جزوتامونو ته د اړتیا وړ ۱۴ قلمه مفروشاتي توکو د چمتو کولو او رسولو پروژه افرپرانيسته د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست په تالار کې د یو شمېر داوطلبانو په ګډون او د افر پرانيستې پلاوي په حضور کې ترسره شوه.

دغه غونډه نن يکشنبه(شوال المکرم ۲۶مه/ غوايي ۱۶مه) جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي او تقنیني او قضايي چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د شرکتونو له ګډون څخه مننه وکړه او زياته يې کړه؛ هغه سوداګر چې په صداقت او اخلاص سوداګري کوي، د شهيدانو او صالحو کسانو له جملې څخه دي.

همدا راز ښاغلي منصور د افر پرانيستې په ناسته کې وویل د حلال رزق ګټل ډیر فضیلت لري او په وينا يې چې هر هغه سوداګر چې د شریعت له لارښوونو سره سم کاروبار وکړي په دنیا او آخرت کې به بريالی وي.

د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې د سوداګرۍ ډګر د ازموينې ډګر دی او موږ ژمنه کوو چې خپل هېواد به په خپلو پښو ودروو او افغانستان به په ګډه ابادوو.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.