غزني ښاروالۍ د تېر مالي کال د حساب ورکولو غونډه وکړه
غزني ښاروالۍ د تېر مالي کال د حساب ورکولو غونډه وکړه
د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست اړوند غزني ښاروالۍ د تېر (۱۴۰۲) مالي کال د رونټیا او حساب ورکونې غونډه ترسره کړه چې په کې يې د تېر کال د کړنو، لاسته راوړنو، راټول شويو عوایدو او مصرف شوې بودجې پر تړاو ولس ته حساب ورکړ.
دا غونډه چې د قران عظيم الشان په تلاوت پيل شوه، په کې د غزني والي الحاج محمد امین "عمري" غزني ښاروال مولوي محمد نبي "حمزه" او د ولايتي ادارې يو شمېر مسؤلينو، ديني عالمانو، ګذر وکيلانو د اصنافو غړو او عامو خلکو ګډون کړی و.
په غونډه کې د غزني ښاروال مولوي محمد نبي حمزه وويل چې ولس ته حساب ورکول د ښې حکومتولۍ اصل دی او په وينا يې چې غزني ښاروالۍ دې اصل ته ژمنه ده.
ښاغلي حمزه د تېر مالي کال په اوږدو کې د عوايدو راټولولو او بېرته په دې ولايت کې د سرکونو جوړولو او ښار زرغونتيا په برخه کې مصرفولو په اړه تفصيلي معلومات ورکړل او زیاته يې کړه چې په تېر کال کې د غزني ښاروالۍ له لوري ۳۰ رغنيزې پروژې بشپړې شوي دي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.