د ملي دفاع وزارت د ۱۳ قلمه البسه بابو افر پرانيستې غونډه وشوه

د ملي دفاع وزارت د ۱۳ قلمه البسه بابو افر پرانيستې غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي قول اردو ګانو، قطعاتو او جزوتامونو د اړتيا وړ ۱۳ قلمه البسه بابو افر پرانيستغونډه نن د یو شمېر داوطلبانو په ګډون ترسره شوه.

دغه غونډه نن سه شنبه (شوال المکرم ۲۸مه/ غوايي ۱۸مه) د ملي تدارکاتو رياست د افر پرانيستې پلاوي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د بشري سرچينو رئيس مولوي نورالحق جرير د شرکتونو له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې که په داوطلبيو کې د ګډون له امله خپل مسؤليت په سمه توګه اداء شي نو له يوې خوا به د الله تعالی رضا او بل لور ته به حلال رزق ترلاسه شي.

همدارنګه ښاغلي جرير زياته کړه چې سوداګريز معاملات بايد په داسې توګه ترسره کړو چې هم خپل اولاد ته نفقه پيدا کړو او هم د الله تعالی رضا ترلاسه کړو او په ټولو چارو کې هغه ډول ګام واخلو څنګه چې الله تعالی لارښوونه کړې ده.

د بشري سرچينو رئيس وويل چې په افر پرانيسته کې د ډېرو شرکتونو استازي ګډون کوي، مګر ګټونکی يو شرکت دی چې بايد خپلې چارې په پوره اخلاص او صداقت سرته ورسوي، له چل او فريب ځان وساتي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.