د ۲۹ تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د برېښنايي داوطلبي سېسټم (AETS) په تړاو روزنه ورکړل شوه

د ۲۹ تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د برېښنايي داوطلبي سېسټم (AETS) په تړاو روزنه ورکړل شوه

د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د پراختیا آمریت لخوا د ۲۹ تدارکاتي ادارو له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو کارکوونکو ته د افغانستان د برېښنايي او پرانيستو تدارکاتو سېسټم اړوند د برېښنايي داوطلبۍ سېسټم (AETS) په اړه انلاين روزنه او عامه پوهاوی ورکړل شو.

په دې آنلاین ناسته کې د ۲۹ وزارتونو او ادارو تدارکاتي کارکوونکو ګډون کړ و؛ چې د یاد سېسټم په تړاو ورته تفصیلي معلومات ورکړل شول.

د غونډې له اجنډا سره سم؛ د تدارکاتي ادارو مسؤلینو ته د ملي تدارکاتو ریاست د فعالیتونو او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د بېلابېلو پورټالونو په اړه معلومات ورکړل شول، همداراز ګډونوالو ته په یاد سېسټم کې د تدارکاتي پړاوونو له پیل څخه د قرارداد عقدولو پورې ټولې اړینې برخې تشریح شوې.

د پروګرام په جریان کې د تدارکاتي ادارو کارکوونکو ته د برېښنايي داوطلبۍ سېسټم کې په عملي بڼه د یوې نمونوي پروژې د پلي کولو پړاوونو پرمخ بیولو په اړه هر اړخیز معلومات او د هغوی هر ډول پوښتنو ته د ډاډ وړ ځوابونه ورکړل شو.

د غونډې په پای کې د تدارکاتي ادارو کارکوونکو د ملي تدارکاتو ریاست د کړنو ستاینه او مننه وکړه او د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنې وکړې.

د یادولو ده چې د ملي تدارکاتو ریاست اړوند د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې د کابیني د وزیرانو، بهرنیو هیوادونو سفیرانو او تدارکاتي ادارو مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شو او تدارکاتي ادارو کې د برېښنايي تدارکاتو سېسټم د تطبیق په تړاو د ریاست الوزراء عالي مقام لخوا منظور شوی یادښت هم لېږدول شوی دی.