د اسلامي ملي اردو قطعاتو او جزوتامونو لپاره د ۳۸ قلمه قرطاسيه باب پروژې افر پرانيسته وشوه

د اسلامي ملي اردو قطعاتو او جزوتامونو لپاره د ۳۸ قلمه قرطاسيه باب پروژې افر پرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د اسلامي ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو لپاره د ۳۸ قلمه اړتيا وړ قرطاسيه باب د تدارکاتو پروژې افر پرانيسته د ۲۸ داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې وشوه.

دا غونډه چې نن دوشنبه(شوال المکرم۲۷مه/ غوايي ۱۷مه) د ملي تدارکاتو رياست د افر پرانيستې د پلاوی په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د ودانيو د ساتنې او څارنې رئيس مولوي محمد يوسف سعد په افر پرانيسته کې د ګډون کوونکو شرکتونو د ګډون له امله خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په هېواد کې د جګړو د پای ته رسېدو له امله بايد موږ ټول د الله تعالی شکر اداء کړو.

ښاغلي سعد د افر پرانيستې په دې غونډه کې وويل؛ د افغانستان دښمنانو په نظامي جنګ کې ماتې وخوړه او اوس وخت کې له افغانانو سره په فکري او اقتصادي جګړه کې ښکېل دي او زياته يې کړه چې په اقتصادي جګړه کې د هېواد ملي سوداګر په لومړي خط کې قرار لري او په وينا يې اړتيا ده چې په هېواد کې په ګډه د اقتصادي بحران مخنيوی وکړو.

د ودانيو د ساتنې او څارنې رئيس پخپلو خبرو کې زياته کړه چې پر هېواد له اقتصادي بنديزونو سره سره بيا هم لويې اقتصادې پروژې پلي کيږي او هېواد د جوړېدو لور ته روان دی، نوموړي له پانګوالو وغوښتل چې له اسلامي امارت سره د هېواد په جوړولو کې برخه واخلي.