د وزارتونو او دولتي ادارو د څارنې او ارزونې واحدونو ترمنځ د ارتباط شبکه جوړيږي
د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او قانون ساتنې مرستيال ډاکټر محمد رفيع پوپل په مشرۍ د نيږدې ۳۵ وزارتونو او دولتي ادارو د څارنې او ارزونې برخې د مسوولينو په ګډون د وزارتونو او دولتي ادارو د څارنې او ارزونې واحدونو ترمنځ د څارنې او ارزونې د شبکې د جوړيدو په اړه د همغږۍ ناسته جوړه او پکې د شبکې جوړيدو موخې، ارزښت، کړنلاره ، دندې او نور مسايل بحث شول.
ښاغلي پوپل ، د دولت د څارنې او ارزونې واحدونو د شته بشري سرچينو ظرفيت لوړول ، په شته امکاناتو د دولتي خدماتو پراختيا او په څارنه او ارزونه کې د روڼتيا زياتوالی د شبکې اساسي موخې وګڼلې.
نوموړي وويل: د دولتي ادارو اوسني خدمتونه او د څارنې او ارزونې څانګو فعاليت د قناعت وړ نه دی ، اړينه ده چې د دې برخې سمون او معياري کېدو ته جدي کار وشي.
د وزارتونو او دولتي ادارو استازو د بحث پر وخت، په خپلو ادارو کې د امکاناتو او ولايتي سفرونو د بوديجې کمښت، د روزنيزو ورکشاپونو نشتوالی او له څارنې او ارزونې سره د اړوندو ادارو نه همکاري د خپلو فعاليتونو لپاره جدي ننګونې وبللې.
د چارو ادارې مرستيال ټينګار وکړ، چې د څارنې او ارزونې شبکې جوړيدل به د دې ستونزو د حل ترڅنګ د څارنې او ارزونې فعاليتونه اغېزناک کړي. د دې ترڅنګ به د دولتي خدماتو کيفيت او اغېز هم ورسره ورسره زیات شي.