د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ روزنيز پروګرامونو څخه ۱۶۳ تنه فارغ شول

د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ روزنيز پروګرامونو څخه ۱۶۳ تنه فارغ شول

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ په نهمه روزنيزه دوره کې د رهبرۍ پراختيا او اداره او مديريت روزنيز پروګرامونو څخه د بېلابېلو ادارو ۱۶۳ تنه فارغ شول.
په دې اړه غونډه چې نن پنجشنبه (صفرالمظفر ۲۵مه/ وږي ۸مه) د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ کې جوړه شوې وه، په کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس او مسؤولينو ګډون کړی و.
غونډې ته په وينا کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئيس مفتي شهزاد نور راشد وويل، د حکومتولۍ هدف بايد د خلکو خدمت او د الله تعالی رضا وګرځول شي او هر مسؤول ته په کار ده چې ولس ته په اخلاص او ښه توګه خدمت وکړي.

ښاغلي راشد وويل چې هېوادونه هيڅکله پردي خلک نه جوړوي، مګر کوم هېوادونه چې جوړ شوي دي؛ خپلو خلکو يې همت کړی او هېوادونو يې له نړۍ سره سيال کړي دي، د نوموړي په وينا يې چې د نظام پياوړتيا او پرمختګ زموږ ټولو مسؤوليت دی او بايد دا مسؤوليت په ښه توګه سرته ورسوو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د مسؤولينو په وينا د رهبرۍ پراختيا او ادارې او مديريت په دې روزنيزو پروګرامونو کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ۱۶۳ تنه مسؤولینو او کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، په ګډونوالو د تصديق نامو د ويش او دعا سره پای ته ورسېده.