د قرارداد ورکړي خبرتیا

د قرارداد ورکړي خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري ترڅو د افغان ټیلي کام مخابراتي شرکت په استازیتوب د یاد شرکت د اړتیا وړ ۵۰۰ پایو 15KVA جنراتورونو او 7000 تختې لمریز سولرونو د تدارک پروژه دوه لاټه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/AT/1402/NCB/G-49 ده؛ لاندې شرکتونو ته ورکړي:

لاټ

د داوطلب نوم

د فعالیت جواز شمېره

ادرس

مجموعي قیمت په افغانيو

لومړی

نوی حفیظ حبیب لمیټيډ             شرکت

14530

کابل، انصاري څلورلارې

256,320,000

دوه سوه  شپږ پنځوس میلیونه، درې سوه شل زره افغانۍ

دویم

هومت لميټيډ

14457

کابل، دهن باغ سوپر مارکیټ

69811875 نهه شپیته میلیونه، اته سوه یوولس زره، پنځه اویا افغانۍ

 

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.

ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.

یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.