د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري، چې د چارو ادارې لوی ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست سيسکو لايسنس لپاره د اړتيا وړ توکو پروژه چې تشخیصیه نمبر AOP/S/004/1402/NCB دی، د حامد الفا لوژيستيکي شرکت سره چې د کابل ښار ۱۲ ناحيې اړوند احمد شاه بابا مينه کې موقعیت لري او جواز یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په (55846) شمېره ثبت دی، په (6596000) شپږ میلیونه، پنځه سوه شپږ نوي زره افغانیو په بدل کې ورکړي.
له همدې امله هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري کولی شي د اعلان د نشر له نیټې څخه تر اوو ورځو پورې يې د تدارکاتو د ۵۰مې مادې مطابق په کتبي ډول له دلایلو سره د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخواني تعمیر په ساحه کې
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شوي وخت تر پایه او له قانوني مراحلو وروسته به قرارداد منعقد شي.