له هیواده د شوروي یرغلګرو قواوو د ایستلو د ۳۳مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست پیغام!

 

د افغانستان وياړلي مسلمان، مجاهد او پر ازادۍ مین ملت له ننه ۳۳ کاله وړاندې د الله تعالی په مرسته بریالی شو، چې د شلمې پېړۍ خونړی زبر ځواک (شوروي اتحاد) مات او له خپلې مقدسې خاورې یې د يرغلګرو ځواکونو په ايستلو سره امپراتوري له منځه يوسي.
د افغانستان زرين تاريخ له ډېرو داسې ویاړلو کارنامو ډک دی.
که څه هم له دغې وياړلې فتحې وروسته ځینو خود غرضو او د اقتدار مینانو د خپلمنځي جګړو له امله د جهاد ثمره په اوبو لاهو کړه، خو دا په دې معنی نه ده، چې خپلې تاريخي کارنامې هېرې، د شهیدانو او غازیانو ارمان او د هغوی د لارې تعقيب له پامه وغورځوو.
د افغانستان اسلامي امارت د هيواد د ټولو شهیدانو او غازیانو ارمانونو، کارنامو او اهدافو ته ژمن دی او له تېرو تجربو په عبرت اخيستلو سره به په افغانستان کې اسلامي نظام، عدالت او یووالی قایموي.
د خوښۍ ځای دی، چې سږ کال زموږ ویاړلی ملت د دلوې د ۲۶مې کليزه د ازادۍ او استقلال، سرلوړۍ او ملي یووالي په فضا کې نمانځي.
د دې له ویاړ ډکې ورځې په رارسېدو خپل مجاهد ملت ته مبارکي وایو، هيله لرو، چې د تل په شان د اسلامي نظام جوړولو او هېواد ودانولو په ازمېښت کې هم د افغانستان اسلامي امارت سره اوږه په اوږه ودريږي.

درنښت

مولوي احمد جان احمدي
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس