د اسلامي امارت د کابینې دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دوه ویشتمه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د سرپرستو وزیرانو او معینانو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه، ورپسې د اجنډا سره سم په موضوعات بحث پیل شو. د کابینې لخوا د تیلفوني سیم کارتونو د ثبت او بایومیتریک کولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت غوښتنه تصویب شوه. د مخابراتو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د احصائیې او معلوماتو له ملې ادارې سره په ګډه د دې پروسې د تطبیق لپاره طرحه جوړه او دا پروسه په تدریجي ډول داسې پيل کړي چې خلک له ستونزو سره مخامخ نه شي.
کابینې له معلولینو، یتیمانو او کونډو سره د نقدي مرستو په اړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا چمتو شوې طرحه تصویب کړه، د دې طرحې له مخې د اسلامي امارت د شهیدانو یتیمان او کونډې، د پخوانۍ ادارې د وژل شویو عسکرو بې سرپرسته ورثه او د افغانستان د څلویښت کلنو جګړو معلولین د میاشتنۍ نقدي مرستې مستحق ګڼل کیږي.
د کابینې په غونډه کې د چارو ادارې عموي ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې د پخوانیو چارواکو هغه کورونه چې بې سرنوشته پاته دي له غصب څخه د مخنیوي په خاطر تحت تأمین کړي.
دغه راز د عالي تحصیلاتو وزارت لخوا د افغان نړیوال پوهنتون د طب، انجنیري او زراعت په برخه کې د فوق لسانس برنامو لپاره د نصاب جوړولو کړنلاره د کابینې لخوا تصویب شوه.
د کابینې په غونډه کې په نورو موضوعاتو هم بحث او پریکړې وشوې او غونډه په دعاء سره پای ته ورسیده.