د " نوي ترانزیتي مسیرونه؛ د پرځان بسیا او سوکاله افغانستان پر لور مزل " ملي کنفرانس جوړ شو

 

د " نوي ترانزیتي مسیرونه؛ د پرځان بسیا او سوکاله افغانستان پر لور مزل " ملي کنفرانس د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد له لوري د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح په حضور کې جوړ شو.

 په دې کنفرانس کې، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې یو شمېر غړو، د سیمه ییزو هېوادونو سفیرانو، ملي سوداګرو او د هېواد د پوهنتونونو استادانو حضور درلود؛ د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب د کنفرانس د جوړیدو د موخو او د پانګونې د جلب او د هېواد د صادراتو د پراختیا په اړه د ترسره شویو ګامونو معلومات وړاندې کړل.

 د ترانسپورت وزارت نوماند او سرپرست قدرت الله ذکي د هېواد د ترانسپورت سکتور د ونډې او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د جلالتماب جمهور رئیس د لیدلوري مطابق افغانستان باید د سیمې په څلور لاري بدل شي.

هغه وویل: اوس تر ۹۰ سلنې زیات سوداګریز توکي د موټر په وسیله لېږدول کیږي، چې ریل پټلي یې ښه بدیل ده او باید په دې برخه کې بدلونونه رامنځته شي.

 د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال محمد عیسی قدرت د هېواد د بندرونو او ګمرکونو د پراختیا او ملي سوداګرو ته د صادراتو او پانګونې د زیاتوالي په اړه د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه وویل، چې بندرونه دهېواد له لویو عایداتي سرچینو دي، چې په ځان بسیاینه کې اساسي رول لري او هڅه کیږي، څو د هېواد بندرونه د سوداګریزو توکیو د مبدا او مقصد په ټکي بدل شي.

 د خصوصي سکتور په استازیتوب د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رئیس سید زمان هاشمي او د سواګریزو خونو د فدراسیون رئیس محمد اسماعیل غضفر له نویو ترانزیتي مسیرونو څخه د استفادې، فرصتونو، ننګونو او حل لارو په اړه د خصوصي سکتور او صنعتکارانو د لیدلوري په اړه بحثونه وکړل او خپل وړاندیزونه یې شریک کړل.

دوی وویل، چې خصوصي سکتور هم د دولت ترڅنګ د هېواد د اقتصادي پياوړتیا لپاره کار او د حکومت د اقتصادي پروګرامونو ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست محمد حنیف اتمر په دغه کنفرانس کې وویل: هیله من یم، چې دغه کنفرانس افغانستان ته یو نوی فصل او لاره پرانیزي. بهرنیو چارو وزارت ژمن دی، چې د کنفرانس د لیدلوري او پروګرامونو په تحقق کې خپله ونډه ادا کړي.

 ښاغلي اتمر زیاته کړه، چې په افغانستان کې اوس د سیمې نوې اجماع رامنځته شوې او دا جوړښت د پراختیا په حال کې دی.

د هغه په وینا، د افغانستان اسلامي جمهوریت نه یوازې د ترانسپورتي او ترانزیتي مسیرونو د ښه والي لپاره کار کوي؛ بلکې د نویو مسیرونو لپاره هم فعال دی او غواړي په دې برخه کې د نړیوالو همکاریو هیله لري.

 د کنفرانس په پای کې، د جمهوري ریست لومړي مرستیال امرالله صالح پر درېیو محورونو( سیمه ییز هېوادونه، حکومت او خصوصي سکتور) بحث وکړ او ویې ویل، چې د سیمه ییزو هېوادونو د اتصال لپاره اړتیا ده څو افغانستان د سیمې په څلور لاري بدل شي.

هغه زیاته کړه، چې په سیمه ییز څلور لاري د افغانستان بدلیدل د افغانستان او ټولې سیمې په ګټه دی او له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو غواړو، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 ښاغلي صالح د خصوصي سکتور او حکومت د ونډې په اړه وویل: حکومت زمینه برابروي او شرایط مساعدوي، تاسې راشئ پانګونه وکړئ!

 د جمهور رئیس لومړي مرستیال وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو او ترانسپورتي ستونزو حل وخت ته اړتیا لري او حکومت د دې ستونزو د حل په هڅه کې دی.

 

 ښاغلي صالح دا هم وویل، چې د افغانستان حکومت د لاجورد لارې او چابهار بندر په وسیله تراوسه خپل سوداګریز او صادراتي توکي هند، ترکیې او اروپایي هېوادونو ته صادر کړي او هڅه کوي، څو د نوو لارو په پرانیستو سره خپل صادرات نور هم زیات کړي.