له اداري فساد سره د مبارزې د اړوندو موضوعاتو په اړه د همغږۍ لومړنۍ غونډه وشوه

 


د اداري فساد د اړوندو موضوعاتو په اړه د همغږۍ لومړنۍ غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په مشرۍ په چارچينار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې لومړی د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د غونډې د موخو په بيانولو سره وويل، چې په ادارو کې د فساد پر وړاندې د تحرک رامنځته کولو هڅې پيلوو څو د دولت او ملت واټن نور هم کم او جينيوا کنفرانس ته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د رهبرۍ ورتګ له بشپړ چمتووالي سره وي.
د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه چې د قانون د حاکميت او حکومتولۍ عالي شورا ته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د اړوندو بشپړو شويو راپورونو او طرحو وړاندې کول، د فساد پر وړاندې د مبارزې د ستونزو او ننګونو تحليل وړاندې کول او په اړه يې لازمي پريکړې او د يادې شورا د پريکړو له عملي کیدو ډاډ ترلاسه کول د غونډې اساسي موخې دي‌.
ډاکټر فضل محمود فضلي دغه راز يادونه وکړه، چې نړيوالې ټولنې تر ۲۰۲۴ پورې له افغانستان سره د مرستو او همکاريو تعهد کړی او بايد پوه شوو، چې په مهمو دولتي سکتورونو کې له فساد ختمولو او خپلو بنسټونو له پياوړي کولو پرته به د نړيوالو شريکانو مرستې او ‌ملاتړ له لاسه ورکړو.
هغه زياته کړه: له دې کبله هيله من يم، چې عدلي او قضايي بنسټونه او د قانون تامينونکې ادارې په دې برخه کې په بشپړ قاطعيت او جديت سره عاجل ګامونه واخلي.

هغه دغه راز وويل، چې له ۲۰۲۴ کال څخه وروسته په داخلي سرچينو د ملي بوديجې د تامينولو په موخه اړتيا ده، چې په دولتي ادارو کې د فساد پر وړاندې د وقايې او مبارزې په کولو سره عوايد ډېر او د دولتي ادارو لګښتونه په معقوله بڼه کمه کړو.
په دې غونډه کې دغه راز، د جمهوري ریاست د چارو ادارې له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتريت رئیسې حسينه رحمان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ستراتيژۍ د ديارلسو شاخصونو ‌، د جمهوري ریاست د بازرس ادارې ‌رئيسې غزال حارس، د ميک کمیټې د دارالانشاء رئيس ميوند روحاني او د لوی څارنوالۍ او پلټنې عالي ادارې استازو د خپلو اجراآتو راپورونه وړاندې او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د يو شمېر پريکړو او هدايتونو د‌ تطبيق پر وړاندې د ستونزو يادونه وکړه، چې هراړخيز بحثونه يې په اړه وشول.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس له بحثونو وروسته وويل چې د دغو غونډو پايلې، د پريکړو تعقيب او د بشپړيدو د اغېزو څرنګوالی به په ليکلي ډول په اونیز ډول اړوندو ادارو ته واستول شي.