د برښنا شرکت


د يو فاز / درې فازه / تقويتي نوې برېښنا امتیاز پروسې د مراحلو لارښود

د دې فورم د تطبیق بهیر د وخت جدول له مخې لږ تر لږه (۲) ورځې او ډېر تر ډېره (۵) ورځې په (۴) مرحلو کې ترتیب او تشریح شوی دی.

لومړۍ مرحله: د پیرودونکو خدمتونو لومړني اجراآت
- مراجع د يو فاز / درې فازه / تقويتي نوې برېښنا د امتیاز فورم د ترلاسه کولو لپاره د پیرودونکو خدمتونو مدیریت ته مراجعه کوي.
- فورم ډکېدل، مسلسل شمېره درجېدل، د معلوماتو له برخې څخه د فورم وېش، او د وېشونکي لاسليک په ټاکلي ځای کې.

دوهمه مرحله: د سیمې سروې او د هیئت نظر
- د عملیاتو مسئول لخوا د سروې کوونکي نوم، اړیکه او لاسلیک په فورم کې درجېږي.
- د سیمې لیدنه او سروې، د ټولو معلوماتو ثبتول او د سروې کوونکي لاسلیک.
- د عملیاتو مسئول لخوا د هیئت د نظریې تایید.
- د یو فازه میتر د منظورۍ تصدیق د پیرودونکو خدمتونو له خوا.
- د ترلاسه کولو او صدور نیټې درج کول.

درېیمه مرحله: د صلاحیت لرونکي منظورۍ (که درې فازه میتر وي)
- د عملیاتي مرستیال لخوا تایید.
- د صلاحیت لرونکي منظوري.
- د ترلاسه کولو او صدور نیټې درج کول.
که صندوق ته اړتیا وي:
- د صندوق معلومات او لاسلیک د نصب کوونکي لخوا.
- په سیستم کې د صندوق ثبتول او د ثبت شمېرې درج کول.
که د سرک پرچاوۍ ته اړتیا وي:
- د پرچاوۍ او صندوق د نصب فیس محاسبه د عملیاتو له خوا او تعرفه د پیرودونکو خدمتونو له خوا.
- د نیټې درج کول.

څلورمه مرحله: اړوند د پیرودونکو خدمتونو مدیریت
- د عوایدو د راټولولو له خوا د پیسو محاسبه او لاسلیک.
- د کنترول برخې ویزه او لاسلیک.
- د لابراتوار لخوا د میتر چک کول او معلومات درجول.
- د جنسي محاسبې له خوا د سرغچ وېش، شمېره درج او لاسلیک.
- د نیټې درج کول.