د چارو ادارې لوی رئيس؛ د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته ځوانان په اسلامي روحيه روزل کيږي

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د کابل جهادي مدرسې د فاضلانو فراغت غونډه کې وويل چې په تېرو شلو کلونو کې بهرنيو کړيو چې د هېواد تعليمي او تحصيلي مراکزو کې څه غوښتل؛ هغه یې ترسره کړل، په افغانانو يې د خپلې ايډيالوژۍ، کلتور او منحرفو عقایدو د منلو هڅې وکړې، خو د اسلامي امارت په راتلو سره د پردیو لاسونه لنډ شول، تحصیلي او تعلیمي بنسټونه خپلواک شول، اوس پکې ځوانان په اسلامي روحیه او فکر روزل کېږي.
دا غونډه چې یکشنبه(جمادي الثاني ۲۰مه/مرغومې دویمه) د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د لوړو زده‌کړو، امرباالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزيرانو، د سرې میاشتې عمومي رئيس، کابل والي، د کابل علماوو شورا رئیس، د جهادي مدارسو عمومي رئیس او ګڼو نورو مسؤولینو، علماء کرامو او عامو هیوادوالو ګډون کړی و.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ د نړۍ د نورو نظامونو په څېر اسلامي امارت هم خپل لومړیتوبونه لري او له هغه سره سم مزل کوي او په وينا يې چې اسلامي امارت له بيا واکمنۍ په لومړيو کې د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو لکه امنيت، اقتصاد، روغتيا، تعلیم او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ و چې الحمدلله په لږه موده کې یې د لومړیتوبونو له مخې په هره برخه کې پرمختګونه او لاسته راوړنې ولرلې، دیني مراکزو ته له زياتو کلونو راهيسې پاملرنه نه وه شوې، بلکې د تېرې پېړۍ درې يرغلګرو او ملاتړو يې داسې هڅې کړې وې چې هېوادوال له دين، اخلاقو او ګڼو معنوي ارزښتونو څخه په واټن کې وساتل شي، چې اوس د پرديو لاسونه لنډ شول او اسلامي امارت په خپلو تصاميمو کې خپلواک دی.
لکه څرنګه چې د روغتيا په برخه کې په پرلپسې توګه د اسانتياوو رامنځته کولو هڅې روانې دي او اوس د هېواد هره برخه کې هغه اندازه اسانتياوې وجود لري، چې پنځوس کاله مخکې دا د نشت برابر وو، مګر بيا هم لکه څرنګه چې لازمه ده؛ په هغه اندازه رسېدنه نه ده شوې؛ چې څومره ناروغۍ او روغتيايي افتونه زياتيږي؛ د علاج او مخنيوي په موخه يې بايد په هماغه اندازه تدابیر هم ونيول شي.
په مخدره موادو روږدي پنځه نیم میلیونه انسانان چې له ټولو انساني حقونو څخه بې برخې وو، په خپله کورنۍ او ټولنې بار وو، لاعلاجه ناروغان ګڼل کیدل، خو اسلامي امارت د کلک هوډ سره وتوانېده چې دا ستره انساني غمیزه له منځه یوسي، د هغوی د روغتیا، کار او زده‌کړو لپاره یې منظم ترتیب جوړ کړ، هغوی یې بیرته د کورنۍ غړي کړل او نوی ژوند یې پیل کړ. دا د یو ازاد، اسلامي او مشفق نظام او رهبرۍ ښکارندوی کوي.
غونډې ته د لوړو زده‌کړو، امرباالمعروف نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزیرانو، د سرې میاشتې عمومي رئیس او نورو مسؤولينو هم ویناوې وکړې او په پای کې فاضلانو ته د فضیلت پګړۍ ور په سر شوې.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.