د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مسؤولينو د کابل ولايت د خبازانو اتحادیې استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مسؤولينو د کابل ولايت د خبازانو اتحادیې استازو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مسؤولينو د کابل ولايت د خبازانو اتحاديې له استازو سره وليدل او د هغوی ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل.

دا ناسته نن چهارشنبه (ذوالحجې۲۶مه/ چنګاښ ۱۳مه) د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس مفتي شمس الرحمن اورياخېل په مشرۍ ترسره شوه، په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال انجنیر نورمحمد حيدري د یادې اتحادیې استازو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زیاته کړه چې عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی ټولو امارتي ادارو ته حکم کړی چې خپلې دروازې د خلکو پرمخ خلاصې او د ستونزو د حل برخه کې ورسره مرسته وکړي، په همدې اساس د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست تر دا مهاله د ټولنې بېلابېلو اقشارو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه نږدې سل غونډې کړي دي.
غونډه کې د کابل ولايت د خبازانو اتحادیې استازو د نظام د لاسته راوړنو او ډاډمن امنیت نه خوښي څرګنده کړه او د جواز په ترلاسه کولو کې اسانتيا رامنځته کول، د ښه کيفيت اوړو واردول، د صحت کارتونو تمديدول، د دوکانونو مساحت راکمول او دغې اتحادیې ته په ځينې برخو کې د صلاحيت ورکول د خپلو ستونزو او وړانديزو په توګه ياد کړل او له مسؤولينو څخه يې د حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
غونډه کې د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس د دې اتحادیې فعالیتونو ستایلو ترڅنګ زیاته کړه چې خبازان د ټولنې مهم قشر بلل کيږي او خلکو ته د صحي ډوډۍ برابرولو مسؤوليت لري چې بايد د ټولنې د خلکو غوښتنې په نظر کې ونيسي، باکيفيته او په وزن برابره ډودۍ خپلو مشتريانو ته وړاندې کړي.

نوموړي همدا راز د اتحاديې استازو ته د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو مسؤولينو ته وړاندې شي.
مجلس د قرانکريم په تلاوت پیل او د خير په دعاء پای ته ورسېد.